♦️د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي هند تورن کړی چې د اسلاماباد پر ضد تبلیغات کوي ا…
انتشار: 2026/08/18 06:04 UTCدریافت: 2026/08/18 08:45 UTCآخرین مشاهده: 2026/08/18 08:45 UTC
♦️د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي هند تورن کړی چې د اسلاماباد پر ضد تبلیغات کوي او پاکستان له ځینو پېښو سره تړي.🔹اندرابي د هند وروستي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې نوي ډیلي د لږکیو په ځپلو او د ترهګرۍ په ملاتړ سره د پاکستان پر ضد د سیاسي موخو لپاره تبلیغات کوي.د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر له اوږدې مودې راهیسې اختلافات روان دي او دواړه هېوادونه څو ځله له یو بل سره په جګړه کې ښکېل شوي دي.🔹د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه د اګست په ۱۷مه ویلي چې امنیتي ځواکونو یې په ۱۴ ایالتونو کې د عملیاتو پر مهال له ۲۰۰ ډېر کسان نیولي چې له پاکستان سره یې تړاو درلود.📡 @afaaqaf
