♦️د اسلامي امارت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې…
انتشار: 2026/08/19 09:05 UTCدریافت: 2026/08/19 13:45 UTCآخرین مشاهده: 2026/08/19 13:45 UTC
♦️د اسلامي امارت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وایي، چې هېوادونه دې له افغانانو د غلامۍ تمه نه کوي او نه دې هم د دې هڅه کوي، چې په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو کې پر افغانانو خپلې غوښتنې وتپي.🔹محمد یعقوب مجاهد د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، چې ځینې کړئ هڅه کوي د منفي تبلیغاتو له لارې، افغانستان د نړۍ لپاره د ګواښ په توګه معرفي کړي، خو ټینګار یې وکړ، چې افغانستان دا مهال یو مسوول نظام لري او هېڅوک دې د دغه هېواد له خاورې د خطر احساس نه کوي.🔹د اسلامي امارت د دفاع وزیر د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې وویل، چې ځینې جهتونه هڅه کوي اوسنی امنیت اخلال او د ولس ترمنځ تفرقه او تجزیه رامنځته کړي، خو د اسلامي امارت په راتګ سره د دښمنانو دا دسیسې شنډې شوې دي.🔹محمد یعقوب مجاهد د خپلو خبرو په وروستیو کې ټولې نړۍ ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان د هېچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له ټولو هېوادونو یې وغوښتل، چې اسلامي امارت سره د دیني ارزښتونو او ملي منافعو په رڼا کې تعامل او مذاکراتو ته راوړاندې شي.📡 @afaaqaf





